د هند د سینما مشهور ستوری رشي کپور ومړ
د هند د سینما یو بل ډیر مشهور ستوري هم ژوند د لاسه ورکړ
1408033
د هند د سینما یو بل مشهور ستوری رشي کپور هم ومړ.
د ویلو ده چې تیره ورځ د هند د سینما نامتو ستوري عرفان خان د سرطان د ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړی وو چې د هغه پسې یواځې یوه ورځ وروسته یو بل مشهور ستوري رشي کپور د همدې وژونکې ناروغۍ له امله ددې نړۍ نه کډه وکړه.
د عرفان خان او رشي کپور مړینه د هند د سینما لپاره یوه ستره ضایع بلل کیږي.
د هند د سینما پیژندل شوي ستوري امیتابچن د خپل ټویټر پاڼې له لارې د رشي کپور د مرګ خبر خپور کړ.
هغه وویل چې رشي کپور یو څو شیبې مخکې د ۶۷ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ.
د یادولو وړ ده چې رشي کپور د کپور د کورنۍ یو تن مشهور او پیژندل شوې څیره ده چې د هند د سینما په سکتور کې مهم رول لري.