په تورکیه کې د اسلامي پيوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پيل شوې

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي پیوستون د لوبو پنځمې سیالۍ  پرانیستې.

1865862
په تورکیه کې د اسلامي پيوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پيل شوې
5. İslami Dayanışma Oyunları (4).jpg
5. İslami Dayanışma Oyunları (3).jpg
5. İslami Dayanışma Oyunları (1).jpg
Konya-3
Konya-V İslami oyunları-özbekistan-1.jpg
Konya-V İslami oyunları.jpg

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي پیوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پرانیستې.

ولسمشر اردوغان  د اسلامي پیوستون د سپورتي فدراسیون او د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په ګډون  د قونیې د ښاروالۍ په لوبغالي کې  د اسلامي پیوستون  د پنځمو لوبو د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې  ګډون وکړ.

 د اسلامي پيسوستون د پنځمو لوبو د سیالیو پرانیستو په مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف، دد شمالي قبرس تورکي جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار، د فلسطین لومړي وزیر محمد شتیاي، د البانیا لومړي وزیر ایدي راما، د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن او د اسلامي پیوستون ورزشي فدراسیون رئیس شهزاده عبدالعزیز بن تورکي الفیصل آل سعود ګډون کړی وو.

اردوغان د اسلامي پيوستون د پنځمو لوبو په پرانیست وینا کې وویل ،

"زه د اسلامي پیوستون د پنځمو لوبو سپورتي فعالیتونه پیلوم، او د  ټولو هغو کسانو ته چې  پدې مراسمو کې ګډون کړی دی د خپل ځان او  د خپل  ملت په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم. "

پرانیست غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه. کله چې د پروتوکول غړي لوبغالي ته ورسیدل، ملي سرود وغږول شو او بیا د تورکیې بیرغ پورته شو.

وروسته په لوبو کې د ګډون کوونکو هېوادونو کاروانونو خپل بیرغونه د الفبا په ترتیب سره پورته کړل او لوبغالي ته ننوتل.

د اسلامي نړۍ یو له مهمو موسیقۍ هنرمندانو  څخه ماهیر زین د اسلامي پیوستون د پنځمې لوبې د پرانیستلو په مراسمو کې یو کوچنی کنسرت ورکړ.

د شپې په جریان کې د نڅاګرانو لخوا مختلف کوریوګرافي وړاندې شوې . همداشان د  رڼا او فشنګونو ځانګړي  نمایشونه هم وړاندې شول. ولسي نڅا نندارې تر ټولو زیات د نندارچیانو پام ځانته اړولی وو.



اړوند خبرونه