د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا د هند د فوټبال پر فدراسیون بندیزونه ولګول.

د فیفا لخوا د هند د فوټبال پر فدراسیون د بندیز لګولو له امله هند د ښځو د ۱۷م نړیوال جام د کوربه توب حق له لاسه ورکړ

1868479
د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا د هند د فوټبال پر فدراسیون بندیزونه ولګول.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا د هند د فوټبال پر فدراسیون بندیزونه ولګول.

فیفا په یوه بیان کې ویلي چې د هند د فوټبال له فدراسیون سره یې اړیکې تر راتلونکې یوې نیټې پورې وځنډولې.

هند په دې توګه د ښځو د ۱۷م نړیوال جام د کوربه توب حق له لاسه ورکړ، چې په اکتوبر میاشت کې پدې هیواد کې ترسره کیده.

د هند سترې محکمې د می په میاشت کې د فوټبال فدراسیون  اداره منحل کړه او د فوټبال اداره کولو لپاره یې درې کسیزه کمیټه وټاکله.

نوموړې  کمیټې چې ونشو کولی په تیرو ۱۸ میاشتو کې ټاکنې وکړي، فیفا د هغوې لخوا د ټاکل شوو نورمونو او قواعدو نه د سرغړونې له امله دغه پریکړه وکړه.

د فیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هر کله چې د هند د فوټبال د فدراسیون ټاکنې وشي او خپل ټول واک بیرته ترسره کړي دوې به ورسره اړیکې عادي حالت ته راوګرځي.

د فیفا قانون له مخې  غړي  فدراسیونونه باید په خپلو  خپلو هیوادونو کې له قانوني او سیاسي لاسوهنو څخه پاک وي.


پيوندونه: #هند , #فیفا , #فوټبال

اړوند خبرونه