په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

1519418
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي  دي

د ۶۴۴ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه  د اسلام مبارک دین دویم خلیفه حضرت  عمر بن خطاب رض د سهار د لمانځه پر مهال د ابو لولو په نامه د یو تن برید کوونکي لخوا د شا لخوا د خنجر په برید کې  سخت ټپي شو چې د برید  نه درې ورځې وروسته يي ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

 

د ۱۷۵۵ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه د پرتګال په پلازمینه لیزبون کې د رامنځته شوې ډیرې زورورې زلزلې نه وروسته د رامنځته شوي توسونامي په نتیجه کې ۹۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ۱۹۲۳ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه په ترکیه کې د جمهوریت د اعلانیدو نه وروسته د عثماني دولت وروستی پاچا محمد واحدالدین د تخت نه د ښکته کیدو نه وروسته هیواد ته پریښوده. په همدې ورځ بیا د ترکیې د ملي شورا لخوا په ترکیه کې شاهي نظام لغوه اعلان کړ.

 

د ۱۹۵۴ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه الجزایر د خپلواکۍ جبهې د فرانسې د استعمار پر خلاف د خپلواکۍ جګړه پیل کړه. پدې ۸ کلنۍ جګړه کې فرانسې څه باندې یو نیم میلیون تنه الجزایر وګړي په قتل ورسول.

 

د ۱۹۷۱ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه په هندوستان کې د رامنځته شوي زورور توپان په پایله کې پنځو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ او په زرګونو تنه بې کوره شول.

 

د ۱۹۹۸ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه د اروپا بشري حقونو محکمه تاسیس شوه.

 

د ۲۰۰۸ میلادي کال د نوامبر په لومړۍ نیټه د ترکیې د راډیو تلویزیون په چوکاټ کې ټي آر ټي ماشوم تلویزیوني کانال په نشراتو پيل وکړ.



اړوند خبرونه