د تورکي ساینس پوه لخوا د الکترونیکي چولۍ یا سینه بند په مرسته د سرطان تشخیص ...

ساینسي نړۍ د اغوستو وړ د زړه بالتۍ د مخترع  مشهورې تورکي فزیک پوه جانان داغ دیویرین د نوې  اختراع په اړه  خبرې کوي.

2019186

داغ دیویرین دا ځل د خپل کاري ټیم  سره په ګډه یو  داسې بریښنایی چولۍ یا سینه بند جوړ کړی چې کولی شي د سینې په ساحه کې د سرطان نسجونه کشف کړي.

پدې وسیله کې د الټراسونیک سینسرونو په مرسته، پرته د چا د اړتیا نه  په څو ثانیو کې د ټولې سینې الټراساؤنډ فلم د اخیسو وړتیا لري.

په دې توګه هم  سرطاني نسجونه ژر کشف کیږي او حتی ډاکټر ته له تللو پرته منظم سکرینینګ ترسره کیدی شي.

داغ دیویرین وویل چې تر ټولو ښه خبر دادی چې ددې وسیلې سره مونږ کولی شو هغه پیښې هم تثبیت کړو چې د نورمال الټراسونډ  لخوا نه تثبیږي.

داغ دیویرین په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي  چې هغه دا پروژه د خپلې ترور له امله پرمخ وړې چې په ۴۹ کلنۍ کې د سینې په پرمختللي سرطان اخته شوې  وه او په ۶ میاشتو په دننه کې مړه شوه.

"موږ دا کار په ګډه د روغتون په بستر کې په داسې حال کې  طرحه او ډیزاین کړی چې  زما  ترور فاطمې یواځې ۱۲ ورځې نور ژوند وکړ. اوس مونږ کولی شو چې له خیال او تصور څخه بهر د ملیونونو میرمنو ژوند وژغورو. زه دا وسیله ټولو میرمنو ته وقف کوم؛ تاسو هیڅکله هم یوازې نه یاست.

همکار پروفیسور جانان  داغ دیویرین ، په امریکا کې ژوند کوي ، او خپلو چارو او تحقیقاتو ته  MIT میډیا لابراتوار کې ته دوام ورکوي.

دغه تورکي ساینس پوهه  له دې مخکې په طبي نړۍ کې د پوستکي سرطان د کشفولو د یو ماشین د جوړولو او د اغوستو وړ د زړه بالتۍ د جوړولو سره د ټولو پام ځانته رااولی وو.

اړوند خبرونه