د افريقا په اړه د تركيې سياست

د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنو د وقف (SETA) یو تن څېړونكي جان آجون د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

926473
د افريقا په اړه د تركيې سياست

 

پدې ورستيو كلونو كې د تركيې په بهرني سياست كې د افريقا لويه وچه ځانګړى ځاى لري. د تركيې د څو اړخيزه بهرني سياست په چوكاټ كې د افريقايي هېوادونو سره د اړيكو پراختيا د اجندا په سر كې ځاى لري. پدې توګه تركيې تر اوسه پورې په سيمه كې د بشري مرستو نيولې د ډيپلوماټيكو اړيكو د ټينګولو او د افريقايي هېوادونو سره په ګډه د اقتصادي او ستراتيژيكي پروژو د عملي كولو په ډګر كې د پام وړ برياليتوب ترلاسه كړى دى. په افريقا كې د تركيې ددې لاسته راوړنې تر ټولو مهمه لامل د تركيې په سياسي دريځ كې نغښتى دى. تركيه هېڅكله سيمې ته لكه د نورو استعماري هېوادونو په سترګه نه ګوري. د تركيې- افريقايي هېوادونو اړيكې د ګټې – ګټې پر سياست ولاړې دي. پدې لړ كې تېره اونۍ د موريتانيا، الجزاير، سينيګال او مالي له هېوادونو نه د ولسمشر رجب طيب اردوغان رسمي ليدنې د همكارانو ترمېنځ د ستراتيژيكو اړيكو د لا زياتې پراختيا په لار لوى ګام پورته شو.

د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنو د وقف (SETA) یو تن څېړونكي جان آجون د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د افريقايي هېوادونو سره د تركيې د سوداګرۍ حجم په تېرو ۱۵ كلونو كې ۶ برابره زياته شوې ده چې ټول ټال ۱۷،۵ ميليارده ډالرو ته لوړه شوې ده. په افريقايي هېوادونو كې د تركي پانګه والو د پانګې كچه په ۲۰۰۳م كال كې ۱۰۰ ميليونه ډالره وه چې دا شمېره په ۲۰۱۷م كال كې ۶،۵ ميلياردو ډالرو ته لوړه شوه. له افريقايي هېوادونو د ولسمشر رجب طيب اردوغان د وروستۍ ليدنې پرمهال په يو زيات شمېر برخو كې د ستراتيژيكو همكاريو تړونونه لاسليك شول. سربېره پر دې د هېوادونو ترمېنځ د سوداګريزو اړيكو د لا زياتې پراختيا په موخه نوي تدابير ونيول شول. د بېلګې په ډول د سينيګال سره د تركيې د سوداګريز حجم كچه چې اوسمال ۲۵۰ ميليونه ډالره ده، په نږدې راتلونكې كې ۴۰۰ ميليونو ډالرو ته د لوړېدلو په موخه عملي ګامونه پورته شول.

د افريقا په اړه د تركيې بهرنى سياست د لوېديځو هېوادونو برخلاف د استعمار پر ځاى د `` ګټې – ګټې `` پر سياست ولاړ دى. ولسمشر رجب طيب اردوغان په الجزاير كې د خبري كنفرانس پر مهال ددې هېواد د يو تن خبريال ددې پوښتنې په ځواب كې چې د عثمانيانو د امپراتورۍ پر مهال آيا تركانو الجزاير ته د يوې مستعمرې په سترګه كتل؟ وويل چې ``كه چېرې داسې واى نو تاسې به اوس دا پوښتنه له مانه په فرانسوي ژبه نه بلكې په تركي ژبه پوښتله.``  دا جمله پخپله ددې څرګندويه ده چې په افريقا كې د لوېديځ د استعماري سياست نه د تركيې اوسنى سياست څومره توپير لري.

د افريقايي هېوادونو سره د تركيې د بريالي بهرني سياست بل مهم لامل د بشري مرستو فكتور دى. تركيه په نړۍ كې لومړى هېواد دى چې د خپل ملي عايد په كچه د نورو هېوادونو سره تر ټولو زياتې مرستې كوي. تركيه په بهرني سياست كې د بشري مرستو پر اهميت باندې تل ټينګار كوي. تركيې په افريقا كې د وچكالۍ، ولږې او بېوزلۍ سره مبارزه وكړه او د جګړه ځپلو سيمو د خلكو سره مخامخ مرستې وكړې. دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينې اردونه د تركيې د  بشري سياست په اړه وويل چې `` وچكالي كېداى شي د افريقا په تقدير كې وي خو له ولږې مړينه يې تقدير نه دى. جمعي مړينې يې تقدير نه دى.  د افريقا د ثبات لپاره بايد نړيوالې ټولنې عملي ګام ته را وبولو او د افريقا خلكو ته پر ځان باندې د باور كولو چل ور زده كړو.``

د افريقا په اړه د تركيې د بهرني سياست په چوكاټ كې د  بهرنيو چارو د وزارت سربېره د تركيې د وسله وال پوځ لوى درستيز، د پراختيا وزارت، د ښونې وزارت، د خزانې ادارې، د كور جوړولو ادارې، د بېړنيو حالاتو سره د مبارزې ادارې، د تركيې د سرې مياشتې، د بهرمېشتو تركانو ادارې او ورته نورو ادارو هم پراخه رول لوبولى دى. سربېره پر دې د تركيې د مدني ټولنې ادارو او يو شمېر خيريه ټولنو هم په افريقا كې يو زيات شمېر خيريه پروژې عملي كړي دي. د دواړو پرګنو ترمېنځ اړيكې د هرې ورځې په تېرېدلو سره پراختيا مومي.

د تركيې يو زيات شمېر ودانيزو شركتونو د افريقا په لويه وچه كې فعاليت پيل كړى دى. اردوغان هم د خپلې ليدنې پرمهال د تركي شركتونو ودانيزې پروژې له نږدې وليدلې.

د تركيې – افريقا د اړيكو په چوكاټ كې بله مهمه موضوع د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې اړوند د ښونځيو د بندولو چارې دي. تركيه هڅه كوي چې دا ښونځي بېرته د معارف وقف ته وسپاري. تر اوسه پورې د معارف وقف د تونس، تانزانيا، سوډان، سوماليا، سېرا ليون، ساو ټام، سينيګال، موريتانيا، مالي، كانګو، ګينه، ګامبيا، چاد، جيبوټي او يو شمېر نورو هېوادونو كې ۸۰ ښونځي لري.

 د موضوع په اړه مو د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنو د وقف (SETA) یو تن څېړونكي جان آجون څرګندونې واورېدلې.

 



اړوند خبرونه