په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیر شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده.
د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکه توګه د خوریدو په حال کې دی
په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۷ تنو ته او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۵۱۳ ته لوړه شوړه شوې ده .
د ویلو ده چې د چین نه وروسته ایران دویم هیواد دی چې د ویروس له امله پکې تر ټولو زیات کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. د ایران د یو زیات شمیر ولایتونو والیانو په خلکو د نوروز په مراسمو کې د ګډون نه کولو او د نوروز په خاطر د نورو سیمو نه د میلمنو د نه منلو پریکړه کړې ده . د بله پلوه د ایران په ډیری ښارونو کې ښوونځي او پوهنتونونه د مارچ تر شلمې نیټې رخصت کړی شوي دي.
په ټول ایران کې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر هلې ځلې دوام لري. په ښارونو کې دواشیندنۍ چارې دوام لري. د ایران د فارس، اصفهان، رضوي خراساني او اردبیل ولایتونو ویلي دي چې د نورو په ورځو کې به د نورو ښارونو نه میلمانه قبول نکړي. په خلکو يي د مساپرت نه د ډډې کولو غږ کړی دی. ددې ښارونو دخلولي دروازې به وتړل شي او سیاحتي او توریستیک مکانونه به وتړل شي.
په مشهد ښار کې د عمومي رخصتۍ د اعلانیدو غوښتنه شوې ده .
همداشان په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۰۱۴ تنو ته لوړه شوه. د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې ۳۱ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۳۹ تازه مثبتې واقعې ثبت شوي دي.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.