ترکیې امنیتي ځواکونو د عراق په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه ترهګر له منځه یوړل.
1822025
د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه ترهګر له منځه یوړل.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا د پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ترکیې اتلو ځواکونو د عراق په شمال کې د پيکاکا ترهګري سازمان ۵ تنه غړي له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې نوموړي ترهګر د تثبیتیدو نه وروسته د کوماندو ځواکونو په ځانګړو او بریالیو عملیاتو کې له منځه یوړل شول.
د بله پلوه د سوریې په شمال کې د زیتون څانګې د عملیاتو په سیمه کې د ترهګرو په راکټي برید کې یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی دی.
د ترهګرو ددې برید نه وروسته امنیتي ځواکونو هغه سیمه چې برید ترینه شوی وو د تثبیتولو نه وروسته د قوي بمبارۍ لاندې ونیوله. په سیمه کې ۲۴ تنه ترهګر له مننځه وړل شوي دي.