د تیرو ۷ اونیو راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو رقم راټیټ شوی
د نړۍ په کچه د نوي ډول کرونا ویرس (کوویډ - ۱۹) د پيښو د زیاتوالي کچه د تیرو ۷ اونیو راهیسې د لومړي ځل لپاره راټیټه شوې ده.
د نړۍ په کچه د نوي ډول کرونا ویرس (کوویډ - ۱۹) د پيښو د زیاتوالي کچه د تیرو ۷ اونیو راهیسې د لومړي ځل لپاره راټیټه شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ – ۱۹ په اړه تازه اونیز راپور کې ، د پیښو د زیاتوالي وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
د راپور له مخې، د جولای د ۲۵ او ۳۱ مو نیټو ترمنځه د کوویډ - ۱۹ پیښو زیاتوالی د تیرې اونۍ په پرتله ۹ سلنه راټیټ شوی.
د ویلو ده چې د تیرو ۷ اونیو وروسته د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس د مثبتو پیښو په شمیر کې د پام وړ کمښت لیدل شوی.
د کوویډ - ۱۹ له امله د ځاني تلفاتو کچه د تیرې اونۍ په پرتله ثابت پاتې ده.
په داسې حال کې چې په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ زره تنو ژوند د لاسه ورکړی او شپږ نیم میلیونه نوې پېښې ثبت شوي، ټولټال د ځاني تلفاتو شمیره شپږ میلیونه او ۳۰۰ زرو د پېښو شمېر ۵۷۴ میلیونه ته رسیدلې ده.
په نړۍواله کچه د کوویډ – ۱۹ پيښې د جون راهیسې د پرله پسې ۵ اونیو لپاره زیاتې شوي، او د جولای له ۱۱ څخه د جولای تر ۲۵ پورې په ورته کچه وده کړې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو د پيښو زیاتوالی د اوړي د موسم له پیل سره د نړیوال خوځښت زیاتوالی، د هیوادونو لخوا د کوویډ - ۱۹ تدبیرونو نرمول او د BA.4 او BA.5 فرعي ډولونو ګړندی خپریدو ته منسوب کړي وو.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.