په چین کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره یو ځل بیا ډیره زیاته لوړه شوې ده
په چین کې، د دودیز قمري تقویم سره سم د نوي کال له لمانځلو دمخه په اونۍ کې د نوي ډول کرونا ویروس (کوویډ - ۱۹) له امله ۱۲۶۵۸ مړینې ثبت شوي دي.
په چین کې، د دودیز قمري تقویم سره سم د نوي کال له لمانځلو دمخه په اونۍ کې د نوي ډول کرونا ویروس (کوویډ - ۱۹) له امله ۱۲۶۵۸ مړینې ثبت شوي دي.
د چین د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز لخوا د شوي بیان له مخې ، د جنوري له ۱۳ څخه تر ۱۹ مو نیټو پورې د کرونا ویروس له امله ۱۲۶۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له ۸ څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۱۲ نیټې پورې په هیواد کې د کوویډ-۱۹ د تدبیرونو له مینځه وړلو وروسته د دغه ویروس له امله ۵۹ زره ۹۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. په دې توګه، د وبا په وروستیو څپو کې د د ځاني تلفاتو شمیره ۷۲۵۹۶ تنو ته لوړه شوې ده .
د چین د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز مشر وو زونیو هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي ، په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د لګول شوو محدودیتونو د لرې کیدو نه وروسته اټکل کیږي چې د چین د یو عشاریه ۴ میلیارد نفوس ۸۰ سلنې څخه ډیر په کرونا ویروس روږدی شوی وي .
په چینايي دودونو کې، دا مهم ګڼل کیږي چې قمري نوی کال له کورنیو سره تیر کړي. د "پسرلي جشن" دورې په جریان کې، چې د نوي کال جشن هم پکې شامل دی، میلیونونه خلک د هیواد دننه سفر کوي ترڅو خپلو ښارونو ته لاړ شي. د پسرلي جشن سفرونه چې د "چونیو" په نوم یادیږي "د نړۍ ترټولو لوی ډله ایز مهاجرت" بلل کیږي.
د چین د ټرانسپورټ وزارت راپور ورکړی چې د روان کال د جنوري د ۷ او فبروري د ۱۵ مو نیټو ترمنځه پدې ۴۰ ورځنۍ رخصتۍ کې تمه کیږي چې ۲ عشاریه یو میلیارد سفرونه ترسره شي.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.