د روغتیا نړۍوال سازمان نړۍ هیوادونو ته د کرونا ویروس د فرعي‌ ډول ایریس په اړه خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوال سازماند  (WHO)  د نړۍ هیوادونو ته  د کرونا ویروس د ایریس په نامه د یو فرعي‌ ډول  په اړه خبرداری ورکړی .

2024811
د روغتیا نړۍوال سازمان نړۍ هیوادونو ته د کرونا ویروس د فرعي‌ ډول ایریس په اړه خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوال سازماند  (WHO)  د نړۍ هیوادونو ته  د کرونا ویروس د ایریس په نامه د یو فرعي‌ ډول  په اړه خبرداری ورکړی . روغتیا نړۍوال سازمان د هیوادونو نه د کرونا ویروس په اړه د تدابیرو د نه لرې کولو غوښتنه وکړه.

په امریکا ، اروپا او آسیا کې، د کوویډ - 19 انتانات او په روغتونونو کې بستر کیدل مخ په ډیریدو دي.

روغتیایی چارواکي د نوموړو انتاناتو د ډیریدو لامل د کرونا ویروس د اومیکرون ډول چې د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په میاشت کې کشف شوی وو یو فرعي‌ ډول ایریس په ګوته کوي.  

 د روغتیا نړۍواله سازمان څرګنده کړه چې  د کرونا ویروس نوی ډول ایریس  باید د نورو ډولونو په پرتله ډیر نږدې د تعقیب لاندې ونیول شي، ځکه چې دا ممکن ډیر ساري یا شدید وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان  هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د نوي ډول له امله د کوویډ - 19 اقدامات نه پورته کوي.

نوی فرعي ډول ایریس ، چې تقریبا د اومیکرون ډول  په څیر ورته نښې لري، تر اوسه په ۵۱ هیوادونو کې لیدل شوی دی.همداشان کارپوهان بیا وايي چې د ژمي‌ د رارسیدو سره ممکن  ایریس لا په چټکه توګه خپور شي.



اړوند خبرونه