د اقتصادي درجه بندیو نړۍوالې ادارې د ترکیې د اقتصادي ودې اټکل لوړ کړ

د نړیوال اقتصادي درجه بندي ادارې Fitch Ratings سږ کال د ترکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه ۴،۵ سلنې ته لوړه کړې ده.

1842833
د اقتصادي درجه بندیو نړۍوالې ادارې د ترکیې د اقتصادي ودې اټکل لوړ کړ

د نړیوال اقتصادي درجه بندي ادارې Fitch Ratings سږ کال د ترکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه ۴،۵ سلنې ته لوړه کړې ده.

فیچ د جون په میاشت کې د نړیوال اقتصادي لید راپور خپور کړ چې سرلیک یې "د سخت پولي پالیسۍ بیرته راستنیدل" دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ترکیې اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربع کې د تمې په پرتله ډېره ښه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په داسې حال کې چې واردات د صادراتو په پرتله په چټکۍ سره کم شوي، پانګونې اضافي ملاتړ چمتو کړی او د خالص سوداګرۍ زیاتوالی له ودې سره مرسته کړې.

د اقتصادي درجه بندي ادارې په راپور کې یادونه شوې چې د ترکیې اقتصاد به سږ کال ۴.۵ سلنه، په ۲۰۲۳ کال کې ۳ سلنه او په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۹ سلنه وده وکړي.

فیچ مخکې وړاندوینه کړې وه چې ترکیه به سږ کال ۲.۴ سلنه او په ۲۰۲۳ کال کې ۳.۲ سلنه وده وکړي.


پيوندونه: #اقتصاد , #ترکیه

اړوند خبرونه