د تورکیې اقصتاد د روان کال په دریمه ربع کې ۵ عشاریه ۹۳ سلنه وده کړې
تورکیه د روان کال په دریمه ربع کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان او G20 هیوادونو ترمنځ ترټولو چټک وده کوونکی اقتصاد شو.
تورکیه د روان کال په دریمه ربع کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان او G20 هیوادونو ترمنځ ترټولو چټک وده کوونکی اقتصاد شو.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان او د تورکیې د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، لیدل شوي چې تورکیه د ۵ عشاریه ۹۳ اقتصادي ودې سره د نورو هیوادونو په پرتله د اروپایي ټولنې ، اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان او G20 هیوادونو په منځ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د غړیو هیوادونو اوسط اقتصادي وده بیا ۱ عشاریه ۷ سلنه اعلان شوې ده .
همداشان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان کې هغه هیواد چې اقتصاد يي تر ټولو ډیر رکود کړی دی ناروې ده . د ناروې اقتصاد ۱ عشاریه ۵ سلنه کوچنی شوی دی.
تورکیه د G20 هیوادونو په مینځ کې لومړی ځای لري چې د دریمې ربعې ودې ارقام یې اعلان شوي.
پداسې حال کې چې تورکیه ۵ عشاریه ۹۳ سنله وده کړې اندونیزیا او چین بیا د ۴ عشاریه ۹ سلنې اقصتادي ودې سره په دویم ځای کې تعقیب او مکسیکو بیا د ۳ عشاریه ۲ سلنې سره په دریم کې ځای کې ځای نیولی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .