په اروپا کې د طبعي ګازو بیه ۵۲ سلنه نوره هم لوړه شوه

په اروپا کې د طبیعي ګازو د میګاواټه ساعت بیه چې د جون په ۹ مه په ۸۴ یورو پلورل کېده، نن د ۵۲ سلنې په لوړوالي سره ۱۲۸ یورو ته لوړه شوې ده.

1844268
په اروپا کې د طبعي ګازو بیه ۵۲ سلنه نوره هم لوړه شوه

په اروپا کې د طبیعي ګازو د میګاواټه ساعت بیه چې د جون په ۹ مه په ۸۴ یورو پلورل کېده، نن د ۵۲ سلنې په لوړوالي سره ۱۲۸ یورو ته لوړه شوې ده.

د ویلو ده چې  د جون په ۹ مه نيټه د امریکا متحده ایالتونو په ټکساس کې د فری پورټ LNG (مایع شوي طبیعي ګاز) په ټرمینل کې د اور لګیدنې له امله تاسیسات لږترلږه د ۳ اونیو لپاره د تړل کیدو د اعلان نه وروسته  د ګازو بیه ډیره زیاته لوړه کړه. وروسته  په خپور  شوي بل  بيان کې وویل شول  چې دغه مرکز به د کال تر پايه پورې خلاص نه شي.

د فریپورټ تاسیسات چې اروپا او آسیا ته د LNG لیږلو کې مهم رول لري د متحده ایالتونو لخوا تولید شوو مایع طبیعي ګازو ۲۰ سلنه چمتو کوي.

سربیره پردې ، د روسیې د انرژي شرکت ګزپروم اعلان وکړ چې دوی به د تخنیکي ستونزو له امله د شمالي جریان نللیکې  له لارې اروپا ته د طبیعي ګاز لیږد کم کړي.

ګازپروم د جون په ۱۴ اعلان وکړ چې د شمالي جزیان نللیکې  له لارې د ګاز لیږد له ۱۶۷ ملییون متر مکعب څخه ۱۰۰ میلیونه متر مکعب ته راټیټ شوی دی.

پرون، ګازپروم په ګوته کړه چې ځینې تخنیکي تجهیزات چې د جوړولو لپاره د آلمان سیمنز شرکت ته لیږل شوي لا تر اوسه ندي راستانه شوي، او خبرداری یې ورکړ چې د شمالي جریان د نللیکې  له لارې اروپا ته به د طبیعي ګاز لیږد ۳۳  سلنه نورهم  کم شي.

د بله پلوه د روسیې د انرژۍ شرکت  ګازپروم پدې وروستیو کې  د ایټالیا د انرژۍ شرکت ENI ته د ګاز جریان ۱۵ سلنه کم کړ، چې بیې یې لوړې کړې.


پيوندونه: #روسیه , #ګاز , #اروپا

اړوند خبرونه