د تورکیې د ګرځندوی عواید د روان کال په دویمه ربع کې ۱۹۰ سلنه زیات شوي دي.
د روان کال په دویمه ربع کې د تورکیې د ګرځندوی د سکتور عواید ۱۹۰ سلنه ډیر شوي دي
1861126
د تورکیې د ګرځندوی عواید د روان کال په دویمه ربع کې ۱۹۰ سلنه زیات شوي دي.
د تورکیې احصایې ادارې د اپریل - می - جون میاشتو یعنې د روان کال د دویمې ربع لپاره د ګرځندوی د سکتور شمیرې اعلان کړې.
په دې موده کې د هېواد د ګرځندوی عواید ۸ میلیارده ۷۱۷ میلیونه ۱۰۳ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.
په دې ربع کې شخصي لګښتونه له ۶ میلیارد ۲۷۳ میلیون ډالرو څخه اوښتي او د کڅوړې سفر لګښتونه ۲ میلیارد ۴۴۴ میلیونه ۳۹ زره ډالر جوړوي.
په دې موده کې د سيلانيانو شمېر ۱۹۳،۶ سلنه زيات شوی دی.
په سلو کې ۷۰ بهرني سیلانیان تورکیې ته د چکر ، تفریح، سپورتي او کلتوري فعالیتونو لپاره راغلي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .