اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان د تورکیې د اقتصادي ودې اټکل لوړ کړ

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د ۲۰۲۲ لپاره د تورکیې د اقتصادي ودې اټکل د  د درې عشاریه ۷ سلنې څخه ۵ عشاریه ۴ سلنې ته لوړ کړ.

1884650
اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان د تورکیې د اقتصادي ودې اټکل لوړ کړ

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د ۲۰۲۲ لپاره د تورکیې د اقتصادي ودې اټکل د  د درې عشاریه ۷ سلنې څخه ۵ عشاریه ۴ سلنې ته لوړ کړ.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د سپتمبر د میاشتې  لنډمهاله اقتصادي لید راپور" خپور شوی.

د ۲۰۲۲ کال لپاره د تورکیې د اقتصادي ودې وړاندوینه چې په جون میاشت کې ۳ عشاریه ۷  سلنه اعلان شوې وه، ۵،۴ سلنې ته لوړه شوې ده.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په راپور کې د راتلونکي کال لپاره د تورکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه په سلو کې ۳ ساتل شوې، او ددې ترڅنګ  د ۲۰۲۲ کال لپاره په تورکیه کې د انفلاسیون اټکل له ۷۲ سلنې څخه ۷۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

په راپور کې یادونه شوې چې نړیوال اقتصاد د روسیې او اوکراین د جګړې بیه چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، پرې کوي او ودې په اړه اټکل د څو میاشتو مخکې له اټکل څخه ډېره کمه شوې ده.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په راپور کې "په داسې حال کې چې د نوي ډول کرونا ویرس (کوویډ - 19) ناروغۍ اغیزې په اقتصاد باندې دوام لري ، جګړه وده راټیټوي. د هر څه نه مخکې، دا د خوراکي توکو او انرژۍ په نرخونو اضافي فشار راوړي.

په راپور کې ددې  په تاکید سره چې لوړ انفلاسیون د تمې څخه د اوږدې مودې لپاره مقامت کړی دی. راپور ویلي چې په ډیری اقتصادونو کې انفلاسیون د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایي کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلی، او نړیوال اقتصادي لید "تور" دی ځکه چې وروستي شاخصونه خراب شوي.

په راپور کې د نړیوال اقتصاد د ودې وړاندوینه د ۲۰۲۳ کال لپاره له ۲.۸ سلنې څخه ۲،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.



اړوند خبرونه