د روسېې اقتصاد د روان کال په دریمه ربع کې د رکود سره مخامخ شوی دی

د روسیې اقتصاد د روان کال په درېیمه ربع کې له بحران سره مخ شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه  کوچنی شوی دی.

1907318
د روسېې اقتصاد د روان کال په دریمه ربع کې د رکود سره مخامخ شوی دی

د روسیې اقتصاد د روان کال په درېیمه ربع کې له بحران سره مخ شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه  کوچنی شوی دی.

د روسیې د فدرالي احصایې انسټیټیوټ روس ستیت  د دې کال د دریمې ربع لپاره د ناخالص کورني محصولاتو شمیرې  اعلان کړې.

په دې اساس، د روسیې اقتصاد چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په دویمه ربع کې ۴.۱ سلنه راښکته شوی، په دریمه ربع کې ۴ سلنه کم شوی دی. په دې توګه، د روسیې اقتصاد د پرله پسې دوه ربعو لپاره کوچنی شوی  او د  نرم رکود سره مخامخ شوی دی.

پداسې حال کې چې د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت اټکل کوي چې د هیواد اقتصاد به سږکال ۲ عشاریه ۹  سلنه کوچنی شي، د روسیې مرکزي بانک تمه لري چې اقتصاد به له ۳ څخه تر درې نیم  سلنې پورې کوچنی شي.

لوېدیځو هېوادونو په اوکراین کې د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې د جګړې له کبله پر روسیې په تېره بیا د انرژۍ او مالي چارو په برخه کې پراخ بندیزونه لګولي دي.


پيوندونه: #اقتصاد , #روسیه

اړوند خبرونه