د پيسو نړۍوال صندوق مشره : ۲۰۲۳ کال به د نړۍوال اقتصاد لپاره یو ستونزمن کال وي
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټالینا جورجیوا خبرداری ورکړی چې ۲۰۲۳ کال به د نړۍ د اقتصاد لپاره یو ستونزمن کال وي.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټالینا جورجیوا خبرداری ورکړی چې ۲۰۲۳ کال به د نړۍ د اقتصاد لپاره یو ستونزمن کال وي.
د پيسو نړۍوال صندوق مشرې کریسټالینا جورجیوا د سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې د نړیوال اقتصاد په اړه ارزونې وکړې.
هغې په ۲۰۲۳ کال کې د اقتصادي رکود په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل ، جورجیوا "۲۰۲۳ کال کې به د نړۍ د لویې برخې د اقتصادونو لپاره د تیرو کلونو په پرتله یو ډیر ستونزمن کال وي.
جورجیوا ددې خبرې لامل د نړۍ د درې سترو اقتصادونو لکه امریکا، اروپايي ټولنې او چین د اقتصادونو د ودې کلارتیا په ګوته کړې ده.
جورجیوا دې ته په اشارې سره وویل چې د امریکا اقتصاد تر ټولو مقاومت لرونکی اقتصاد دی، خو د اروپایی ټولنې اقتصاد بیا د اوکراین د جګړې له امله په جدي توګه اغیزمن شوی دی . هغې وویل داسې ګمان کیږي چې سږ کال به د اروپایي ټولنې نیمایي هیوادونو اقتصادونه له بحران سره مخ شي.
هغې وویل چې دا کال به د چین د اقتصاد لپاره هم ستونزمند وي. د چین اقتصاد به هم سږ کال د ستونزو سره مخ شي.
جورجیوا وویل چې د پرمختګ په حال کې اقتصادونو ته په کتو سره لوړ بانکي سودونه او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ډالرو د بېې لوړوالي ته په کتو سره تورتم تابو له ورا ښکاري. پيسو د نړیوال صندوق مشرې وویل: "مونږ تمه لرو چې د نړۍ یو پر دریمه برخه اقتصاد به له بحران سره مخ شي."
جورجیا وویل چې په چین کې د کرونا ویروس د واقعو ډیریدل په لنډه موده د نړۍ اقتصاد لپاره یو بل بد خبر ورکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .