د ترکیې نوې او لا پرمختللې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکه به په ۲۰۲۲ کال کې لومړنۍ الوتنه وکړي

د ترکیې نوې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکه ټي بي ۳ به په ۲۰۲۲ کال کې خپله لومړنۍ الوتنه وکړي

1709616
د ترکیې نوې او لا پرمختللې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکه به په ۲۰۲۲ کال کې لومړنۍ الوتنه وکړي

 

ترکیه د بې پیلوټه الوتکو د ټکنالوژۍ په برخه کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پرمختګ کوي

ترکیې داځل بیرقدار ټي بي ۳ په وسلو سمبال پرمختللې بې پیلوته الوتکه جوړه کړې ده .

همداشان ترکیې ددې سربیره د جنګي‌ بې پیلوټه الوتکې په جوړولو هم پيل کړی دی.

د ترکیې د بایکار د ټکنالوژۍ د شرکت د تخنیکي‌ برخې رئیس او ترکیې د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ د فیستیوال ټکنو فسټ د اجراییوي‌ شورا مشر 

سلجوق بیرقدار وویل چې د ترکیې نوي‌ پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ټي‌ بي ۳ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکه چې د قاتیدونکو وزرو سره په لنډه مصافه کې د کیناسو او پرواز د ځانګړتیا نه برښمنده ده او په زرګونو کیلومټره لرې د سټلایت له لارې د سوق او ادارې قابلیت لري خپله لومړنۍ الوتنه به په ۲۰۲۲ کال کې ترسره کړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بې پیلوټه جنګي‌ الوتکې په اړه مو چارې دوام لري انشاالله چې بې پيلوټه جنګي الوتکه به هم جوړه کړو. دم ګړۍ ټولې نړۍ همدې پلو ته مخه کړې ده . هغه وویل چې روبوټیک بې پیلوټه هوايي وسایط يي هم جوړ کړي‌ دي‌ او ددې  پروژې نه  په نړۍ کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د انقلاب په توګه یادونه وکړه.



اړوند خبرونه