د تورکیې لومړنی فضانورد فضا ته ځي.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د لومړنی ستور مزلي الپر ګیزراوجي سره چې د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړني ستورمزلي په توګه نن شپه د فضا نړۍوال ستیشن ته سفر کوي د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

2089564
د تورکیې لومړنی فضانورد فضا ته ځي.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د لومړنی ستور مزلي الپر ګیزراوجي سره چې د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړني ستورمزلي په توګه نن شپه د فضا نړۍوال ستیشن ته سفر کوي د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د تورکیې د لومړني ستورمزلي ګیزراوجي سره د وزیرانو د شورا د غونډې په جریان کې خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان هغه ته وویل چې  "تاسو زمونږ لومړنی تبعه یاست چې فضایي ماموریت ترسره کوئ. تاسو به زمونږ ملت په ریښتیا یو ډیر ستر ویاړ ورپه برخه کړۍ. ایا تاسو دې ستر ویاړلي ماموریت ته چمتو یاست؟" ګیزراوجي د ولسمشر اردوغان د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی چمتو دي چې دا ماموریت او دنده  په ټول توان سره ترسره کړي.

ولسمشر اردوغان وویل: "دا دنده د ساینسي ماموریت او زموږ د ماشومانو او ځوانانو لپاره د الهام سرچینې په توګه خورا ارزښتناکه دی. هیله مند یو چې دا به یو نوی پیل وي. موږ به دې ماموریت ته دوام ورکړو. موږ به تل خپل هدف لوړ کړو." تاسو او ستاسو د ټیم ملګرو ته د بریالیتوب په هیله. زه هیله لرم چې تاسو دا ماموریت په خوندي توګه سرته ورسوئ." "خدای دې ستاسې سره مل وي. سفر مو بې خطره."

ګیزراوجي وویل، " ستاسې لخوا ددې  پردې اوچتول چې زمونږ د راتلونکو نسلونو خیالونه يي محدود کړي وو او مونږ ته ددې ستر ماموریت فرصت برابرولو له امله ستاسې څخه ډیره زیاته مننه کوو."

د ویلو ده چې د تورکیې لومړنی ستور مزلی ګیزراوجي به د تورکیې په ځايي وخت نن شپه د امریکا نه د نړۍوال فضايي ستیشن پر لورې حرکت وکړي.



اړوند خبرونه