د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړنی فضانورد یا ستورمزلی الپر ګیزراوجي فضا ته لاړ.

د تورکیې د ولسمشرۍ  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون  فضا ته د تورکیې د لومړني فضانورد یا ستورمزلي د  سفر زیری ورکړ.

2090677
د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړنی فضانورد یا ستورمزلی الپر ګیزراوجي فضا ته لاړ.
uzay-yolculugu-aa-2173218_1.jpg

د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړنی فضانورد یا ستورمزلی الپر ګیزراوجي فضا ته لاړ.

د تورکیې د ولسمشرۍ  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون  فضا ته د تورکیې د لومړني فضانورد یا ستورمزلي د  سفر زیری ورکړ. هغه پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې الپر ګیزراوجي ته د ښه او روښانه سفر هیله لرو، تورکیه پدې ستر پروګرام افتخار کوي او انشاالله چې دا به پيل وي.  

التون فضا ته  د Ax-3 فضايي ماموریت د پيلیدو نه وروسته په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ،"زموږ د هیواد لومړني فضانورد یا ستورمزلي خپل فضایي سفر پیل کړ.

همداشان التون په خپور کړي پیغام کې  د سپیس ایکس سپوږمکۍ د بریالیتوب عکسونه هم نشر کړي دي .

د سپیس ایکس  فضایي بیړۍ، د تورکیې د لومړي ستورمزلي الپر ګیزراوجي  په ګډون، د امریکا د کینیډي له فضايي مرکز څخه په ځايي وخت د مازیګر په ۴  بجو او ۴۹ دقیقو  په بریالیتوب سره وتوغول شوه. دغه فضايي بیړۍ به له توغولو ۳۶ ساعته وروسته نړیوال فضايي سټیشن ته ورسیږي.



اړوند خبرونه