دفاع وزیر خلوصي اکار د انادولو اژانس سره ځانګړې مرکه وه

د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار ویلي، چې د روان کال له پیله تراوسه ۲۲۲۶ ترهګر له منځه وړل شوي دي.

1862072
دفاع وزیر خلوصي اکار د انادولو اژانس سره ځانګړې مرکه وه

 د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار ویلي، چې د روان کال له پیله تراوسه ۲۲۲۶ ترهګر له منځه وړل شوي دي.

خلوصي اکار د انادولو اژانس سره په  ځانګړې مرکه کې  د پوښتنو په ځواب کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه معلومات ورکړ. هغه وویل چې  PKK بېلتون غوښتونکې ترهګره ډله له سترې ماتې سره مخ دی او ترهګر دا مهال په نا امیدۍ کې قرار لري .

"د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د  لومړۍ نیټې راهیسې ۲ زره ۲۲۶ ترهګر له منځه وړل شوي دي."

هغه د متحده ایالتونو د  اردو لخوا د YPG/PKK ترهګرې ډلې  د وژل شوې یوې قومندانې لپاره د خواخوږۍ پیغام په اړه،

"دا یو بې منطقي ده، هیڅ توجیه نه لري.  زموږ امریکایي متحدین به یوه ورځ په خپل دې کار ډیر زیات پښیمانه شي.

اکار وویل  چې "PKK ترهګره ډله  د YPG سره مساوي دی" . دواړه یوه ډله ده.

هغه د سوریې د  تل رفعت او منبج  کې ترهګرو د موجودیت په اړه وویل چې  زموږ پولو ته جدي ګواښونه جوړ کړي او ناوخته بریدونه هم کوي.

خلوصي اکار ددې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا امریکا  متحده ایالتونه به PYD/YPG ته ترهګرې ډلې نه لاس په سر شي او که نه ؟" داسې  وویل، د ترهګرو او ترهګرۍ سره یو ځای ژوند کول ناممکنه ده.  دوی به بالاخره پدې پوه شي."

اکار وویل چې دوی هیله لري چې د متحده ایالتونو څخه د F-16 الوتکو د پیریدو په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړي. که چیرې مثبته نتیجه ترلاسه نشوه بدیلونه ډیر دي. نړۍ اوس ډيره لویه ده او حل لارې هم ډیرې دي.

د ملي دفاع وزیر د تورکیې او یونان اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دوی غواړي د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له دغه هیواد سره وګوري او خبرې اترې وکړي، خو دا هیواد په اصل کې د تورکیې پر خلاف د کړنو او ستراتیژۍ سره غواړي یو څه ترلاسه کړي.

اکار د دې خبرې په ټینګار سره وویل  چې تورکیه هیڅکله خپلو متحدینو ته ګواښ نه دی جوړکړی  .

"موږ وايو، چې سوله او ثبات ټينګ کړو، د ایژې د سولې په سمندر بدل کړو. زموږ په وينا ښه ګاونډيتوب اصول، نړيوال قانون ته درناوي ته اړتیا لري. دا خبره

ې  راځئ چې شتمني سره شریک کړو، باید په هیڅ ډول د ضعف په توګه ونه پېژندل شي. موږ د حق او قانون پلوي یو. موږ د خپل ځان او د قبرسي وروڼو د حقونو او قوانینو د ساتنې هوډ لرو."



اړوند خبرونه